ads

غلام خان بندر د دوه اړخیزه سوداګرۍ پرمخ پرانیستل شو

د خوست غلام خان بندر، چې په ۲۰۱۴ م کال په شمالي وزیرستان د پاکستاني پوځ د ضرب غضب عملیاتو پرمهال د خلکو دتګ راتګ او بار وړونکو موټرو پروړاندې تړل شوی و، نن د دوه اړخیزه سوداګرۍ پرمخ پرانیستل شو.

بختاجان بختیار
2 چنګاښ 1399
غلام خان بندر د دوه اړخیزه سوداګرۍ پرمخ پرانیستل شو
د خوست د والي ویاند طالب منګل کلید ته وویل، نن ورځ رسما په دې لاره د بار وړونکو موټرو تګ راتګ پیل شو.
هغه وايي، دا لاره به  له دې وروسته هره شنبه د خلکو پرمخ هم خلاصه وي او ترڅنګ به یې یوه نیمه میاشت وروسته د دواړو هېوادنو ترمنځ  د رسمي ترانزیټ تړون هم لاسلیک شي.
بلخوا په خوست کې یو تن قومي مشر او ملي سوداګر شهباز ګربز وايي، هغه بار وړونکي موټر چې پر غلام خان بندر راځي، نبست نورو بندرونو ته په یوه موټر شاوخوا  ۲۰۰ زره پاکستانۍ ګلداره د کرایې مصرف کم راځي، چې دا د توکو د نرخونو په کموالي مستقیما اغېز لري.
یو بل خوستی سوداګر جمال تڼی وایي، هغه اجناس چې د نورو بندرونو له لارې هېواد ته راوارېدېدل، قیمت به تمامېدل، خو په خبره یې د غلام خان بندر په خلاصېدو سره  به اوس د توکو په بیو کې د پام وړ ټېټ والی راشي.
د تڼي په خبره چې د غلام خان بندر دواړو لورو ته داسې خلک مېشت دي، چې د خپلوۍ رشتې لري او ان داسې کورنۍ هم شته چې نیمې د کرښې اخوا او نیمې دې خوا پراتې دي، چې د لارې بندیدو د دوی ترمنځ د تګ راتګ اړیکې پرې کړې وې؛ خو په خبره یې چې د لارې خلاصون به د امنیت د ټېنګښت ترڅنګ د یادو کورنیو ترمنځ تګ راتګ هم اسانه کړي.
د اقتصادي چارو د شنونکو په خبره، غلام خان بندر دهېواد د نورو بندورنو په پرتله ۴۶۱ کیلو متره  کراچۍ بندر ته په نږې فاصله کې واقع دی.
ددوی په خبره که چیرې غلام خان بندر لاره همداسې خلاصه وساتل او رسمي ترانزیټ شي، نه یوازې د هېواد لپاره بلکې د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره هم ګټوره تمامېدی شي.
د دې لارې رسمي ترانزیټ د خوستیو ولسونو له لویو غوښتنو او ارمانونو څخه دی، چې د کالونو راهیسې یې په تمه دي.
که څه هم چارواکو په وار وار خوستوالو ته ددې لارې د رسمي ترانزېټ وعدې ورکړې،  ولې سرته یې نه دي رسولې.
 خو پدې وروستیوکې چې د غلام خان بندر د خلاصون او رسمي ترانزیټ خبرې ګرمې شوې، همهاله ورسره د خلکو هیلې بیرته یو څه راټوکېدلې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA