ads

د افغان سولې په اړه له طالب چارواکو سره د پاکستاني استازي لیدنه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د افغانستان لپاره یې ځانګړي استازي محمد صادق خان قطر کې له طالب چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
31 غبرګولی 1399
د افغان سولې په اړه له طالب چارواکو سره د پاکستاني استازي لیدنه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ځانګړي استازي یې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره په بین الافغاني خبرو د پیلیدو او راتلونکو پرمختګونو په اړه غږېدلی او نوموړي ته یې ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان سولې په برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ورکوي.

نوموړي کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه ورستي سفر په اړه طالب چارواکو ته معلومات وړاندې کړل او دا سفر د افغانستان سولې لپاره مهم وباله.

په دغه سفر کې له قمرجاوېد باجوه سره د پاکستان د استخباراتو رییس او صادق خان برخه درلوده.

صادق خان د جوزا په ۱۶مه نېټه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اعلان شو.

د پاکستان رسنیو د راپور له مخې محمد صادق خان له طالب چارواکو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې عملي کول وستایل او زیاته یې کړه چې ددې هوکړې له مخې د بندیانو تبادله به بین الافغاني خبرو ته لار پرانېزي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړې له مخې به افغان حکومت ۵زره طالب بندیان خوشې کوي او په مقابل کې طالبان به ۱۰۰۰تنه حکومتي زندانیان آزادوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA