له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه وسله والو طالبانو د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ په مارزکو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
خبرپاڼه وایي، په یاده نښته کې ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.
سرچینه همدارنګه زیاتوي، په یاد دفاعي برید کې د هغوی ۲۲ موټرسایکلونه او یو شمېر نور مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلل.
دفاع وزارت په دې جګړه کې د یو تن سرتیري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو تبصره نه ده کړې.