ads

په عراق کې شپږ امنیتي سرتیري د داعش په برید کې ووژل شول

د عراق امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې هلته د داعش ډلې په برید کې شپږو امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

محمدخان بریال
25 غبرګولی 1399
په عراق کې شپږ امنیتي سرتیري د داعش په برید کې ووژل شول

دغه سرچینه زیاتوي چې یاده پېښه د عراق په کرد مېشتي میخاس کلي کې رامنځته شوې ده.
په ورته وخت د عراق امنیتي سرتیرو هلته د داعشي وسله والو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې د عراق ختیځ ښار دیاله د داعش ډلې د پاتې شونو تر ټولو ستر مرکز بلل کېږي.
عراقي حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له داعش ډلې د دغه هېواد د پاکولو اعلان وکړ، خو لاهم هلته پر عراقي سرتیرو د داعش بریدونه کېږي او ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA