د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د ملا برادر په مشرۍ پلاوي له خلیلزاد او مېلر سره کتلي او دواړو لورو د طالب بندیانو پر ژر تر ژره خوشي کېدو او د بین الافغاني مذاکراتو پر پیلېدو بحث کړی دی.
که څه هم تر اوسه د بین الافغاني خبرو پیلېدو ځای او نېټه نه دي په ډاګه شوي، خو یو شمېر دولتي سرچینو رسنیو ته ویلي، اټکل شته چې دغه بهیر د قطر په پایتخت دوحه کې پیل شي.
بلخوا، پاکستانۍ رسنۍ وایي، زلمی خلیلزاد د قطر تر سفر وروسته اسلام اباد ته رسېدلی او په راولپنډۍ کې یې د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدلي دي.
د سرچینې په وینا، خلیلزاد او باجوه د افغان سولې پر بهیر، د افغانستان او پاکستان پر شته اړیکو او د د دواړو هېوادونو د پولو پر مدیریت او همدارنګه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر مسله خبرې وکړې.
ټاکل شوې چې خلیلزاد د اسلام اباد تر سفر وروسته افغانستان ته راشي او د قطر او پاکستان د سفر جزیات به له افغان چارواکو سره شریک کړي.