د دې شورا ویاند فریدون خوځون رسنیو ته ویلي، ځینې هېوادونه د پاتې طالب بندیانو پر خوشي کېدو اعتراض لري.
نوموړي په ورته وخت کې هیله ښودلې چې ژر تر ژره دا پروسه بشپړه شي او بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
د هغه په خبره، افغان حکومت بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دی او کوښښ کوي چې دا ستونزه حل شي.
که څه هم جمهور رییس محمد اشرف غني د دغو بندیانو د خوشي کېدو حکم لاسلیک کړی، خو اوس فرانسې او تر دې وړاندې اسټرالیا ویلي وو، هغه بندیان دې نه ازادېږي چې د دوی د سرتیرو په وژلو کې ښکېل دي.
جمهور رییس غني تر دې مخکې څرګنده کړې وه چې د یاد کار ترسره کول د هغه له صلاحیت پورته خبره ده او په همدغه هدف یې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو لپاره لویه جرګه راوبلله.
ټاکل شوې چې د لویې جرګې د پرېکړې له مخې پاتې طالب بندیان هم ازاد شي او تر هغه وروسته به د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې د حکومت او طالبانو مخامخ خبرې پیل شي.