د سرچینې په وینا، په تهران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال پرون د دغه هېواد د یزد ولایت له دولتي چارواکو سره کتلي او له هغوی یې د افغانانو د سپرلۍ موټر د سوځېدو په اړه یې د هر اړخیزې څېړنې او پلټنې غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي، په ایران کې افغان سفیر د دې تر څنګ چې د پېښې له ټپیانو او ژغورل شوو سره له نېږدې لیدلي، د هغوی اندېښنې او خبرې یې اورېدلې او اړینې مرستې یې ورسره کړې دي.
ایراني لوري افغان سفیر ته ډاډ ورکړی چې په دې تړاو به هر اړخیزه څېړنې وکړي او په پېښه کې ښکېل کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني.
دا پېښه د تېرې سه شنبې په ورځ د ایران په یزد ښار کې رامنځته شوه، چې له امله یې درې افغان کډوال ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم ایراني سرتیرو هغه ۵۰ افغانان سیند ته وغورځول چې غوښتل یې د مزدورۍ لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي.