د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې نن د تورخم له لارې په پاکستان کې د بند پاتې افغانانو راستنېدل پیل شول.
د ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي نن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا لړۍ نن سهار اووه بجې او ۳۰ دقیقې پيل شوه او ټاکل شوې نن ورځ زر تنه د تورخم له لارې له کوزې پښتونخوا را ستانه شي
خوګیاڼي زیاته کړې چې، ياد کسان لومړی سکرين کيږي او له هغې وروسته قرنطين کمپ ته د (۱۴) څخه تر (۲۱) ورځو پورې د قرنطين په هدف ليږل کېږي.
چارواکي وایي، د راستنېدونکو خلکو لپاره یې بشپړ چتوالی نیولی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ