ads

په کونړ کې د شفتالو حاصلات د پخوا په پرتله ډېر شوي

د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وایي، سږ کال کونړ د تازه مېوو له پلوه غني دی او په خبره یې، چې سږ کال یې تر ۴ سوه ټنه شفتالو د دغه ولایت له باغونو ترلاسه کړي دي.

جان اغا صالح
11 غبرګولی 1399
په کونړ کې د شفتالو حاصلات د پخوا په پرتله ډېر شوي

د کونړ د کرنې او مالدارۍ سرپرست رییس نجیب الله وایي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په ۹۵۰ جریبه ځمکه د شفتالو باغونه کرل شوې؛ چې ۲۷۰ جریبه یې په حاصل راغلي او شاوخوا څلور سوه ټنه شفتالو بازار ته د خرڅلاو په موخه وړاندې شوی او بې روزګاره وګړو ته پر کاري زمیني سربیره يي باغدارانو ۳ سوه میلیونه افغاني ترې سپما کړي دي.
«بزګران هم خوښ دي ځکه ځمکه کمه ده او دهقانان له دغه باغونو ډیرې پېسې هم لاسته راوړي مونږ هر کال هڅه کوو چې شاوخوا زر جریبه ځمکه باغونه جوړ کړو.»
د کونړ باغداران هم د خپلو باغونو لوړ حاصل ته خوښ دي او د کوکنارو لپاره یې ښه بدیل بولي
خو له حکومت د نویو باغونو او د سړو خونو د جوړیدو غوښتنه کوي، باغداران شکایت کوي چې ډیر کله یې حاصلات د سړو خونو د نشتون له امله په کور پاتې کېږي.
«سړې خونې نشته ځکه کله چې تازه میوه حاصل ته رسېږي خوسا کیږي نوي باغونه باید جوړ شي ځکه خلکو ته په کې کار پیدا کیږي.»
په همدې حال کې د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، چې دې ولایت کې یې د باغونو جوړیدو ته ځانګړې پاملرنه کړې او هر کال په زرګونه جریبه ځمکه په باغونو پوښي.
«زمونږ هڅه همدا ده چې خلک د باغونو جوړیدو ته وهڅو هر کال په زرګونه جریبه ځمکه باغونه جوړو.»
کونړ د هیواد یو له هغو ولایتونو څخه دی چې کرنیزه ځمکه یې کمه او زیاتره برخه یې غرونو نیولې
خو د زراعت د مسولینو په خبره د دغه ولایت اقلیم د نارنج، لیمو، شفتالو او نورو میوه لرونکو بوټو لپاره مناسب دی ځکه خو یې دغه بوټو ته زیاته کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA