دغه لاریونونه د هغو پولیسو پر ضد کېږي چې د یوه تورپوستي په وژلو تورن دي.
تورپوستي لاریون کوونکي ادعا کوي چې په امریکا کې اوس هم له هغوی سره دوه ګونی چلند کیږي.
د جورج فلویډ په نوم یو تورپوستی وروسته له هغه د پولیسو په لاس ووژل شو چې ساه یې بند شوې وه.
رسنۍ وايي، هغه د اوو دقیقو لپاره ساه نشوه ایستلی او پولیسو ته یې د خپل ژوند ژغورنې زارۍ کولې.
بلخوا، د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ پر امنیتي ځواکونو غږ کړی چې د لاریونونو او نښتو د کنټرول لپاره دې له پوځ څخه مرسته وغواړي.