جمهور رییس محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان کې د غورځېدو په تړاو خپله خواشېیني ښودلې ده.
دواړو مشرانو په خپلو ټوېټر پاڼو کې د پاکستان حکومت او خلکو ته غمشریکی مراتب وړاندې کړي دي او ويي ویل چې افغان ملت پاکستان سره په دې غم کې شریک دی.
پاکستان کې چارواکي وایي چې پرون له غرمې ورسته پاکستان کې ملي الوتکه د هوا د خرابېدو له کبله کراچۍ ښار ته نږدې ولوېده، چې په کې ۹۹سپرلۍ او ۸تنه کارکوونکو برخه درولوده.
د راپورونو له مخې تر اوسه د ۹۷کسانو د مړینه تایید شوې ده، چې۳۲یې په بشپړه توګه سوځېدلي او دوه تنه ترې روغ وتلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ