د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۸۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷۶۵۳ تنو ته ورسېد.
دمعلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ساعتونو کې پنځه نور افغانان کورونا ویروس مړه کړي او ۴۹ بیا ترې روغ شوي، چې د مړو شمېر ۱۷۸ او د رغېدلو کسانو شمېر ۸۵۰ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي له هېوادوالو غوښتنه کوي چې سپارښتنو ته یې پام وکړي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ