د راپورونو له مخې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان ته ګواښ کړی، که په ۳۰ورځو کې اصلاحات رانه ولي، د همېش لپاره به بدویجه پرې بنده کړي او همدارنګه به له دې ادارې سره پر غړیتو هم فکر وکړي.
ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ګریسیوس ته په خپل ټوېټر پاڼه یو لیک خپور کړی او په هغه لیک کې نوموړي ته خبرداری ورکړی دی.
په دې لیک کې ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان په خپلواکۍ نیوکه کړې او ویلي که دا سازمان ۳۰ ورځو کې بنسټیز اصلاحات رانه ولي نو دوی به پرې تل لپاره بودیجه بنده کړي.
ټرمپ لیکلي چې روغتیا نړیوال سازمان چین کې د تېر کال ورستیو کې ووهان کې د خپرېدو په اړه رپوټ،نه پټ کړي دي، خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا دا رپوټونه رد کړي او ویلي یې دي چې دې برخه کې یې د علمي سپارښتنو او مالوماتو له مخې یې چلن کړی دی.
کرونا وېروس امریکا کې تر نورو هېوادونو ډېر کسان مړه کړې دې هلته ددې وېروس له کبله تر اوسه ۹۰ زره ډېر کسان قرباني شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ