ads

د قرنطین پر مهال له پولیسو سره په جوړجاړي ځینې هټۍ پرانیستې وي

په داسې حال کې چې د پلازمینې کابل ښار په بشپړ توګه د قرنطین له پروسې وتلی او سوداګریزې منډې تړې یوې او بلې خوا لیدل کیږي، خو د کورونا ویروس سره د مبارزې بیړنۍ کمیټه وایي، تراوسه یې سوداګریزو مرکزونو او د کابل ښار اوسیدونکو ته رسمي د اجازه نه ده ورکړې چې خپل […]

فرشته هاشمي
25 غویی 1399
د قرنطین پر مهال له پولیسو سره په جوړجاړي ځینې هټۍ پرانیستې وي

په داسې حال کې چې د پلازمینې کابل ښار په بشپړ توګه د قرنطین له پروسې وتلی او سوداګریزې منډې تړې یوې او بلې خوا لیدل کیږي، خو د کورونا ویروس سره د مبارزې بیړنۍ کمیټه وایي، تراوسه یې سوداګریزو مرکزونو او د کابل ښار اوسیدونکو ته رسمي د اجازه نه ده ورکړې چې خپل فعالیتونه پرمخ یوسي.
د کابل والي ویاند ناصر مهري له کلید سره په خبرو کې وویل، د سوداګریزو فعالیتونو ازادېدو په موخه یې کورونا ویروس سره د مبارزې کمېټې ته خپل تګلاره وړاندې کړې ده، چې تراوسه یې تصویب کړې نه ده.
د نوموړي په خبره، په دغه تګلاره کې د کابل ښار اوسیدونکو او خرڅونکو ته یو شمېر محدودیتونه چې کم شي، په پام کې نیولي، خو په خبره یې، که څوک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې عملي نه کړي، له جدي چلند سره به مخ شي.
په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار اوسیدونکو ته چې د کورونا ویروس پر وړاندې جدي ندي او ددغه وزارت سپارښتنو ته غوږ نږدي، اندیښمن دی.
د عامې روغیتا وزارت معین وحید مجروح وایي، که وقایوي تدابیر عملي شي، دا د کورونا ویروس ناروغانو شمیره سره مخامخ اړیکه لري.
بل لور ته یو شمېر پلورونکي له کلید سره په خبرو کې وایي، له تېرو دوو ورځو راهیسې په کابل ښار کې خلک په ازاده ډول تګ راتګ کوي.
د دوی په خبره، د محدودیتونو پر وخت هم یو شمیر دوکانونه د پولیسو په شتون کې ځای ځای خلاص وو.
د کابل په منډوي کې یو خرڅونکي وایی، د ګرځند بندیز پر مهال دوي کولای شوو چې پولیسو سره په جوړجاي کې خپل دوکانونه پرانیځي اوخپل خرڅلاو ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا له دوو ورځو راهېسې پولیسو هېڅ دوکان نه دی تړلی.
خو بل لور ته د کورنیو چارو وزارت په رسمي توګه کلید ته په دې تړاو څه ونه وویل، خو د امینه قوماندانۍ څخه یوه معتبره سرچینه ددې خبرې په تایید سره وایی چې د خرڅونکو او پولیسو تر منځ د جوړجاوي په ترڅ کې یی ځینې کسان نیولي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت هم د خبر پاڼې په خپرولو له خلکو غوښتي چې له ګڼې ګوڼې څخه لېرې اوسي خو په کابل ښار کې د دوو ورځو رادېخوا د ګرځندبندیز په له منځه وړلو سره ښار کې ګنه ګوڼه ډېره شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA