په ارزګان کې هر ورځ د جګړې ډګر ګرم وي، خو تر اوسه هلته هيڅ دولتي اداره وياند نه لرې او معلوماتو ته لاس رسۍ ستونزمن دی.
په ارزګان کې مېشت خبريالان وايي، د رسمي وياندويانو نشت يې معلوماتو ته لاس رسی سخت کړی دی.
دوی زياته وي چې ارزګان يو نا امنه ولايت دي او کله چې امنيتي چارواکي د پېښي پرمهال ورسره معلومات نه شريک کوي، اړ دي چې د سرچينو له قوله خبرونه خپاره کړي.
په دغه ولایت کې ازاد او د سيمه ييزو رسنيو خبريالان له حکومت څخه په دي برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.
په ارزګان کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټي ولايتي مسول نجيب الله لطيف هم دغه چاره د اندېښني وړ ياده وي او له حکومت څخه غواړي چې خبريالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.
د خبريالانو يادې ستونزې مو د دغه ولايت له ولايت مقام سره شريکي کړې، خو د والي سکرټر زرګی عبادي وايي، ولايتي اداره د خبريالانو سره د معلوماتو په شريک کولو کې ژمنه ده.
زړګئ عبادي په داسي حال کې مسولين د معلوماتو په شريک کولو کې ژمن ياده وي چې د دغه ولايت امنيه قوماندان محمد عظيم هاشمي بیا د دندې له پیل څخه تردامهاله له خبريانو سره هېڅ ډول معلومات نه شريک کوي او دا د کورنيو چارو وزارت امر ياده وي.
تردې وړاندې په څو څو ځله د دغه ولايت خبريانو له ولايتي مسولينو څخه غوښتنه کړې، چې له دوی سره پر وخت معلومات شريک کړي، خو ډېری وخت یې پوښتنې نه دي ځواب شوې.