د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۳۳نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۶۳تنو ته ورسېد.
ددې وزارت ویاند وحیدالله مایار کابل کې خبریالانو ته وویل چې تازه مثبتو پېښو څخه ۲۵هرات، ۲۱بلخ ، ۲۰کندهار، ۱۶کابل، ۱۶پکتیا، ۷نیمرو، ۶سمنګان کې، ذابل، کاپیسا، لوګر، تخار هر ولایتونو کې درې درې پېښې، غور بامیان ، ارزګان کې دوه دوه پېښې، بغلان وردګ، هلمند، پروان، هر یو کې یوه یوه پېښه تثبیت شوې ده.
مایار وایي د روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې نېږدې ۸زره مشکوکي نمونې ازمېښت شوي چې له ډلې یې ۱۴۶۳مثبتې تثبیت شوي دي او له دې وروسته به مشکوکو پېښو د معاینې لپاره نورې اسانتیاوي هم رامنځته شي.
روغتیایي مسولین ټینګار کوي، که افغانان د وېروس په تړاو بې غورې وکړي نو افغانستان کې به ددې وېروس د اخته کېدو شمېر خورا زیات شي چې بیا به یې کابو کول د افغان حکومت د وس خبره نه وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ