د راپورونو له مخې دامهال په ټوله نړۍ کې پر کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر له دوه نیم میلیونو اوښتی دی او ددې وېروس له کبله ۱۷۶زره کسان مړه شوي دي.
امریکا په نړۍ کې تر ټولو ډېره اغېزمنه شوې ده، هلته ددې وېروس له کبله ۱۰۰زره کسان مړه شوي دي او کابو ۷۸۸زره کسان پر دې وېروس ککړ شوي ډي.
ایټالیا بیا دوېیم هېواد دی چې دډې وېروس له کبله ډېره زیانمنه شوې ده، هلته ددې وېروس له کبله ۲۴۶۴۸ کسانو خپل ژوند بایللی دی او پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر یې ۱۸۳۹۶۷کسانو ته رسېږي.
او چین کې بیا تازه صورت حال دادی چې هلته ګرځېدو راګرځېدو له دوه میاشتنیو محدودیتونو وروسته د ژوند چارې په کرارـ کرار عادي حالت ته ګرځي او همدارنګه بیجینګ کې یې ۷۳د سیل تړلي ځایونه د سیلانیانو پر مخ خلاص کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ