د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکوي چې د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان له مخې یې ۷۱نور طالب بندیان خوشې کړي دي.
ددې شورا ویاند جاوېد فیصل په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې نوې خوشې شوي طالب بندیان د هغوی، عمر، صحي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په کتو پرېښودل شويدي.
د جاوېد په وینا یاد بندیان د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب او ارزګان په ولایتونو کې پرېښودل شوي او دا کار د سولې د هڅو د چټکولو او کرونا وېروس سره د مبارزې په هدف ترسره شوی.
افغان حکومت تر دې وړاندې هم ۳۶۱طالب بندیان له خپلو زندانونو څخه ازاد کړي وو، د چارواکو په خبره حکومت پلان لري چې ۱۵۰۰طالب بندیان خوشې کړې.
بلخوا وسله والو طالبانو هم په کندهار او لغمان ولایتونو کې د افغان پوځ د ۶۰سرتېرو د خوشې کېدو ویلي دي، خو د ملي امنیت شورا وایي چې د طالبانو له لورې خوشې شویو بندیانو کې یوازې ۱۹ تنه د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي او پاتې نور یې ملکیان یاد کړي دي.
باید یاده شي چې د تاوتریخوالي کمول او د بندیانو پرېښودل د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې مهمه برخه جوړه وي، چې د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د قطر پایتخت دوحه کې لاسلیک شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ