ads

زلمی خلیلزاد: د بندیانو تبادله د سولې لپاره یو مهم ګام دی

  د افغانستان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په یوه ټوېټ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادلې څخه هرکلی کړی او دا چاره یې د سولې خبرو لپاره یو مهام ګام یاد کړی دی. خلیلزاد پر افغان حکومت او طالبانو غږ […]

نویسنده: shams
25 وری 1399
زلمی خلیلزاد: د بندیانو تبادله د سولې لپاره یو مهم ګام دی

 

د افغانستان سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په یوه ټوېټ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادلې څخه هرکلی کړی او دا چاره یې د سولې خبرو لپاره یو مهام ګام یاد کړی دی.

خلیلزاد پر افغان حکومت او طالبانو غږ کوي چې د سولې هوکړې ټاکلو هدفونو ته ژمن پاتې شي ترڅو  افغانستان یوې پایداره سولې ته ورسي او دکرونا وېروس سره د مبارزې لپاره یو واحد ځواک رامنځته شي.

خلیلزاد دا ټوېټ داسې مهال کوي چې طالبانو پرون شل تنه افغان سرتېرو دخوشې کېدو خبر ورکړی.

باید یاده شي چې افغان حکومت هم د ۱۵۰۰طالب بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی، چې له دې څخه تر ۳۶۰طالب بندیان خوشې شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA