ads

د طالبانو لخوا شل تنه بندیان سره صلیب ته سپارل شوي دي

  افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټې خبر ورکړی چې شل تنه افغان امنیتي سرتېري چې پرون ورته طالبانو ورسپارلي وو، د کندهار ولایتي ادارې ته یې سپارلي دي. ددې ادارې مشر وان پېډرو شیئرر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی په دې چاره کې بې طرفه وو او غوښتل یې چې بندیان په […]

نویسنده: shams
25 وری 1399
د طالبانو لخوا شل تنه بندیان سره صلیب ته سپارل شوي دي

 

افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټې خبر ورکړی چې شل تنه افغان امنیتي سرتېري چې پرون ورته طالبانو ورسپارلي وو، د کندهار ولایتي ادارې ته یې سپارلي دي.

ددې ادارې مشر وان پېډرو شیئرر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دوی په دې چاره کې بې طرفه وو او غوښتل یې چې بندیان په خوندي توګه خپلو کورنیو ته ورسېږي.

وان پېدرو لیکلي، که په راتلونکي کې هم اړوندې خواوې ورنه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه ولري نو دوی به یې مرسته وکړي.

کندهار ولایتي چارواکي هم مني چې دوی ته د سره صلیل له لورې شل تنه سپارل شوي دي چې دامهال ولایتي ماڼۍ کې دي.

د کندهار چارواکو په وینا دا کسان به له تثبیت وروسته د دوشنبې پر ورځ یوه رسنیز کنفرانس کې را څرګند شي او وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

تر اوسه افغان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

وسله والو طالبانو یکشنبه د هغو شل تنو د خوشي کېدو انځورونه رسنیو سره شریک کړي دي چې دوی یې د افغان حکومت کسان بولي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د پنځه زره طالب زندانیانو او بدل کې یې د دې ډلې له خوا د زر تنو حکومتي بندیانو خوشي کېدل د افغان حکومت او طالبانو خپلمنځي خبرو د پېل لپاره د یوه شرط په توګه وړاندې شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA