ads

خوست کې له اړمنو سره مرسته وشوه

خوست کې د ولسي جرګې یو تن وکیل له هغو اړمنو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه، چې د کرونا ویروس د ویرې له کبله په کورونو کې قرنطین شوي. نېږدې لس ورځې کېږي، چې خوست ښار قرنطین دی. له دغه ولایت سره نښلېدونکې یو شمېر لویې لارې او د ښار او ولسواليو ترمنځ لارې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 وری 1399
خوست کې له اړمنو سره مرسته وشوه

خوست کې د ولسي جرګې یو تن وکیل له هغو اړمنو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه، چې د کرونا ویروس د ویرې له کبله په کورونو کې قرنطین شوي.
نېږدې لس ورځې کېږي، چې خوست ښار قرنطین دی. له دغه ولایت سره نښلېدونکې یو شمېر لویې لارې او د ښار او ولسواليو ترمنځ لارې تر یوې اندازې تړل شوې دي.
خو دې کار ترډېره زیان هغو بېوزلو او ناچاره خلکو ته اړولی، چې مزدوري کوي او بېګاه ته د یوې ګولې ډوډۍ د پيدا کولو په هڅه کې دي.
له دې اړمنو سره، چې نن یو تن وکیل مرسته ترسره کړه، وايي ښار قرنطین، کارونه بند دي، نه یې حکومتي چارواکي لاسنیوی کوي او نه هم ورته کارپيداکیږي.
دوه تنه مرسته ترلاسه کوونکي ګل زمان او کاظم ګل چې له دې وړاندې یې ورځينۍ مزدوري کوله وایي، چاره نشته او په ښارکې د خوراکي توکو نرخونه دومره لوړشوي چې اخیستل یې د دوی له وسه پورته خبره ده.
په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي ډاکټر موسی خاورین ولایتي دفتر یو تن مسول کبیرخان مشفق چې له یادو اړمنو سره یې د خوراکي توکو مرسته ترسره کړه، وایي د ولس دنماینده په حیث یې وپتیله چې له دې ناچارو ۱۵۰ کورنیو لاسنیوی وکړي.
د مشفق په خبره پدې مرسته کې چې شاخوا ۷۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، غواړي، اوړه او بوره شامل وي.
خوست کې که څه هم تردې دمه د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو له اوسیدونکو سره یې لویه اندېښنه داده، چې که دې ولایت سره ټولې لویې لارې ونه تړل شي او ښار په بشپړ ډول قرنطین نشي، نو لرې نه ده، چې کرونا به دې ولایت ته هم راورسیږي او په تیزۍ سره به د خلکو د بې اختیاطۍ له کبله خپاره شي.
خو ترڅنګ یې بله لویه اندېښنه د هغو ناچارو او بې وسو خلکو ده، چې لاسي مزدوري کوي او د قرنطین پرمهال یې د کورنۍ ماشومان د خوراک لپاره څه نه لري.
ددې ولایت ځوانان او مدني فعالان له حکومتي چارواکو او شتمنو غواړي، چې ددې ډول خلکو لاسنیوی دې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA