د جمهور رییس محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر پاڼه خبر ورکړی، چې د جمهور رییس سلاکار فضل محمود فضلي به خارج رتبه بست کې د چارو ادارې عمومي رییس وي.
افغان جمهور رییس خپل سلاکار فضل محمود فضلي داسې مهال ټاکي چې له دې وړاندې د هېواد یوشمېر سیاسي مشرانو په غوښتنه یې د لویو مقرریو بهیر د پنځو ورځو لپاره ځنډولی و.
باید یاده شي چې جمهور رییس محمد اشرف غني شاوخوا یوه نیمه اوونۍ وړاندې د کابینې لپاره د ګمارنې بهیر پیل کړې.
په دې لړ کې یې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت، طاهر زهېر د اطلاعاتو او فرهنګ، محمد حنیف اتمر یې د بهرنیو چارو وزارت ته سپرست او نوماند وزیران ټاکلي دي.
همدارنګه د ملي امنیت ریاست لپاره یې ضیا سراج او داوود سلطان زوی یې د کابل ښاروال په توګه ګمارنې کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ