افغان سېکانو یوې هندۍ رسنۍ ته ویلي، چې افغانستان کې یې ژوند سخت شوی، دلته ورته داعش هره ورځ ټېلفونونه کوي او په مرګ یې ګواښي.
دغو افغان سېکانو همدارنګه له هندستان څخه د پنا غوښتنه هم کړې ده.د انډین اکسپریس ورځپانې په حواله، افغان سېکانو کابل د هند سفارت څخه د یوه لیک په ترڅ کې غوښتنه کړې چې پناه ورکړې، دوی همدارنګه په لیک کې لیکلي چې داعش وسله وال هر وخت دوی تهدیدوي او اړ دي چې نور افغانستان پریږدي.
په لیک کې هند ته د پناه لپاره ۷۰۰سېکان ښودل شوي چې افغانستان پرېښودو ته چمتو شوي دي او حاضر نه دي چې کابل کې ژوند وکړي.
دا په داسې حال کې دی چې دوه هفتې وړاندې یو بریدګر چې پنجابي غږېده، د کابل شور بازار کې د سیکانو درمسال ته ننوت چې د برید له کبله یې ۲۷ تنه و وژل او ۸ تنه نور یې ژوبل کړل.
هند دا کار د لشکر طیبې، حقاني شبکې،جیش محمد او آی ایس آی کار وباله چې د داعش وسله والې ډلې په اساس یې ترسره کړ.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت چارواکو خبر ورکړ چې دداعش ډلې د مهم مشر عبدالله اورکزی چې مشهور په اسلم فاروقي دی نیولی.
د ملي امنیت د معلوماتو له مخې اسلم فاروقي د داعش دلې د خراسان د څانګې مهم مشر او همدارنګه کابل کې د سېکانو پر درمسال د برید طراح کوونکی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ