ads

په امریکا کې کورونا وېروس د ۱۵۴۴ کسانو ژوند اخیستی

د امریکا رسنۍ خبر ورکوي، چې په متحده ایالتونو کې د کورونا وېروس په ډېرې چټکۍ خپرېږي او تر اوسه له ۱۰۰ زره ډېر کسان هلته پر دې ناروغۍ اخته شوي. د رسنیو په خبره، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له پیله تر دامهاله ۱۵۴۴ کسان وژلي دي. که څه هم د امریکا […]

نویسنده: shams
9 وری 1399
په امریکا کې کورونا وېروس د ۱۵۴۴ کسانو ژوند اخیستی

د امریکا رسنۍ خبر ورکوي، چې په متحده ایالتونو کې د کورونا وېروس په ډېرې چټکۍ خپرېږي او تر اوسه له ۱۰۰ زره ډېر کسان هلته پر دې ناروغۍ اخته شوي.

د رسنیو په خبره، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له پیله تر دامهاله ۱۵۴۴ کسان وژلي دي.

که څه هم د امریکا حکومت په بېلابېلو ایالاتونو کې ګرځنده معاینه خونې او ګاډي فعال کړي، خو بیا هم معلومېږي چې واشنګټن د دې ناروغۍ په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د یاد هېواد حکومت هیله څرګنده کړې، چې دوی به د دغه وېروس د مخنیوي لپاره لا ډېرې هڅې وکړي او اټکل شته چې تر دې وروسته نور امریکایان پر اخته نه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دمګری په نړیواله کچه تر نیم میلیون ډېر کسان پر کورونا وېروس اخته شوي او زرګونه کسان ترې مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA