په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي، چې د دوی یو ۱۵ کسیز پلاوی به نن کابل ته ولاړ شي، څو دلته د طالب بندیانو د خلاصون له بهیره څارنه وکړي.
د شاهین په خبره، دغه پلاوی د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په مرسته کابل ته ځي او دنده یې تخنیکي او د بندیانو خلاصون دی.
د هغه په خبره، دا په هېڅ صورت بین الافغاني مذاکرات نه شمېرل کېږي او زیاتوي، چې د طالبانو دغه پلاوی به له افغان حکومت سره یوازې د بندیانو د خوشي کولو په اړه له تخنیکي پلوه خبرې وکړي.
د یادولوړ ده، چې دوې ورځې وړاندې د حکومت او طالبانو تر منځ په ویډیویي کنفرانس کې پرېکړه شوې، څو د بندیانو د تبادلې بهیر د روانې میلادي میاشتې پر ۳۱ مه رسما پیل شي.
ټاکل شوې چې د دې پرېکړې له مخې، افغان حکومت ۵۰۰۰ زره طالب بندیان خوشي کړي او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ بندیان له بنده ازادوي.