ads

افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی اعلان کړ

د سولې په چارو کې د دولت وزارت تېره شپه تر اوږده ځنډ وروسته د بین الافغاني خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ د ۲۱ کسیز پلاوي لېست خپور کړی دی. په دغه پلاوي کې فاطمه ګېلاني، نادر نادري، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیبه سرابي، ډاکتر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 وری 1399
افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی اعلان کړ

د سولې په چارو کې د دولت وزارت تېره شپه تر اوږده ځنډ وروسته د بین الافغاني خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ د ۲۱ کسیز پلاوي لېست خپور کړی دی.
په دغه پلاوي کې فاطمه ګېلاني، نادر نادري، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد رسول طالب، حبیبه سرابي، ډاکتر غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ، باتور دوستم، کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنران ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتۍ، خالد نور او ډاکتر امین احمدي شامل دي.
د حکومت له لوري دغه پلاوي پر داسې مهال اعلانېږي، چې لاهم د بین الافغاني خبرو د پیلېدو ڼېټه نه ده معلومه شوې.
که څه هم طالبانو تر دې وړاندې د بین لافغاني خبرو لپاره خپل چمتوالی ښودلی، خو ټینګار کوي چې دغه مذاکرات به د ۵۰۰۰ زره طالب بندیانو تر خلاصون وروسته پیل شي.
ټاکل شوې وه، د کب میاشتې پر ۲۰ مه نېټه د افغان حکومت او طالبانو د خبرو لړۍ پیل شي، خو د دواړو لورو تر منځ د اختلافونو رامنځته کېدل د دې بهیر د ځنډېدو لامل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA