په هېواد کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر تېره ورځ ناوخته په یو ویډیویي پیغام کې په افغانستان کې دننه د جګړې پر ټولو ښکېلو لورو غږ وکړ، چې له کورونا وېروس سره د مبارزې په هدف تاوتریخوالی کم کړي.
هغه ویلي، په دغه حساس وخت کې اړتیا ده چې د جګړې ټولې ښکېلې غاړې خپل تمرکز د کورونا وېروس پر مخنیوي ورټول کړي.
هغه وویل، د کروناویروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی او دا هغه څه دي چې پر افغان او بهرنيو ځواکونو اغېز کوي.
نوموړی پر داسې مهال د جګړې پر ښکېلو لورو دا غږ کوي، چې په افغانستان کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۷۴ تنو ته رسېدلې او د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي، چې د دوی څلور سرتیري هم پرې اخته شوي دي.