د چین روغتیایي کمېسیون خبر ورکړی، چې هلته پر کورونا وېروس اخته ۹۰ سلنه ناروغان بیرته ښه شوي دي.
د یاد کمېسیون په خبره، په دغه هېواد کې ۸۱ زره او ۹۳ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي وو، چې له ډلې یې ۷۲ زره او ۷۰۳ تنه بیرته جوړ شوي او له روغتونونو روخصت شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې اوسمهال تر چین په ایټالیا کې د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر ډېر شوی دی.
په چین کې ۳۲۴۹ تنه د کورونا وېروس له کبله مړه شوي، خو په ایټالیا کې دغه شمېر تر دې لوړ دی.
کورونا وېروس لومړی په چین کې را څرګند شو، چې اوس د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې زرګونه کسان پرې اخته شوي دي.