د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند د پوهنتون په دروازه کې نن غرمه مهال موټر سایکل بم چاونه وشوه.
د دغه ولایت د والي ویاند عبدالله حسرت له کلید سره په خبرو کې وویل، په یاده پېښه کې د پکتیا پوهنتون یو ساتونکی وژل شوی، یو بل ساتونکی او یو لاروی ټپیان شوي دي.
یاده دي وي، چې د دې چاودنې مسولیت تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
په یو بل خبر کې ویل شوي، چې د پکتیکا ولایت له مرکز ښرنې څخه غلو یو ځوان تښتولی دی.
د تښتول شوي ځوان تره نعمت الله کلید ته وویل، وراره يي په ښرنه کې له یو صراف سره منشي وو، چې کور ته پر لاره تېر ماښام غلو تښتولی دی.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شامحمد ارین د پېښې پخلی کړی او وایي، په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ