د ملي امنیت له ریاست څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو یې د یو لړ هدفمندو عملیاتو پر مهال په سمنګان ولایت کې له ۵۰۰۰ زره کیلوګرامه ډېر چاودېدونکي توکي او جوړ شوي ماینونه نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه چاوېدونکي توکي د وسله والو طالبانو له خوا په یو مازدا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شول.
د سرچینې په خبره، نیول شوي توکي د بلخ ولایت له چهار بولک ولسوالۍ څخه د سمنګان ولایت فېروز نخجیر ولسوالۍ ته لېږدول کېدل.
د ملي امنیت لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبانو غوښتل چې نیول شوي چاودېدونکي توکي د سړک غاړي ماینونو، د ځانمرګو بریدونو د واسکټونو په جوړولو او ورته نورو ترهګریزو بریدونو کې وکاروي، چې هدف ته تر رسېدو وړاندې ونیول شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.