د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې شمالي کوریا د شنبې په سهار دوه لنډ واټن ویشتونکي توغندي ازمویلي دي.
جنوبي کوریا ویلي، په داسې وخت کې چې کورونا وېروس په نړۍ د خورېدو په حال کې دی، دا ډول ازموینې په بشپړه ډول مناسب کار نه دی.
جاپان هم د شمالي کوریا د دغه نظامي اقدام پر وړاندې تند غبرګون ښودلی دی.
د یادولو وړ ده، چې یادې ازموینې په دغه هېواد کې د خلق عالي شورا د غونډې له جوړېدو سره پر یو وخت ترسره شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو تر منځ دوه ځلې د دغه هېواد د اټومي پرګرام پر له منځه وړلو خبرې وشوې، خو له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.