د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځواکونه یې په هلمند ولایت کې پر دې توانېدلي، چې هلته له وسلو او مهماتو ډک ټونیس ډوله موټر ونیسي.
د سرچینې په خبره، په دغه موټر کې یو میل کلاشینکوف، یو میل ام ۱۶ ډوله ټوپک، د بېلابېلو نورو وسلو مرمۍ او مهمات هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې تړاو د پولیسو څېړنې روانې دي.
د یادونې وړ ده. چې په هلمند ولایت کې د دغو وسلو او مهماتو په نیولو کېدو سره د ګڼو ترهګریزو پېښو مخه نیول شوې ده.