ads

د روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا وېروس مخنیوي لپاره اړین ګامونه نه دي اخیستل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ټېډروس د کرونا وېروس چټکې خپرېدا ته اندېښنه ښودلې او  وایي چې ددې ویروس د مخنیوي لپاره اړین ګامونه نه دي پورته شوي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، کرونا یوه نړیوال وبا ده چې د دوو اونیو  په اوږدو کې د مثبتو پېښو شمېر یې ۱۳براره لوړ شوی. […]

نویسنده: shams
22 کب 1398
د روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا وېروس مخنیوي لپاره اړین ګامونه نه دي اخیستل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر ټېډروس د کرونا وېروس چټکې خپرېدا ته اندېښنه ښودلې او  وایي چې ددې ویروس د مخنیوي لپاره اړین ګامونه نه دي پورته شوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، کرونا یوه نړیوال وبا ده چې د دوو اونیو  په اوږدو کې د مثبتو پېښو شمېر یې ۱۳براره لوړ شوی.

وبا هغه ناروغۍ ته ویل کېږي، چې پر یوه وخت د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خلک پرې اخته شي.

ډاکټر ټېدروس  پر ټولو هېواونو غږ کړی، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره غافله پاتې نه شي او باید پر وړاندې یې جدي ګامونه پورته شي.

ده ډاډ ورکړی چې دا ویروس کنټرولېدای شي او په دې برخه کې ګڼ هېوادونه تجربې لري.

چین یو له هغه هېوادونو دی چې ددې هېواد په وهان ولایت کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي خبر ورکړی.

چین کې دا وېروس اول ځل خپور شو او تر اوسه پکې نژدې ۸۱ زره کسان په دې وېروس اخته شوي چې له کبله یې ۳۱۳۶ کسان مړه شوي دي.

دا ویروس اوس د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۱۵هېوادونو ته خپور شوی او په نړۍ کې پرې د اخته کسان شمېر کابو ۱۱۶زره خلکو ته رسي او قربانیانو شېر بیا ۴۱۰۰تنه ښودل شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA