د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې پر پولیسو په ماین چاودنه کې دوو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک کلید ته وویل، چې دغه پېښه نن ۱۰ بجې او ۳۰ دقیقې د یاد ولایت د دویمې امنیتي حوزې د شورمانو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، په چاودنه کې یو امنیتی سرتیری وژل شوی او بل ټپي دی.
تراوسه د دغه برید مسولیت کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخستي.