پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې په یاد هېواد کې ۱۴ کسان د سخت باران په پایله کې وژل شوي دي.
د سرچینې په خبره، دغه مرګ ژوبله تر ډېره په خیبر پښتونخوا ایالت کې رامنځته شوې ده، چې پر خلکو کورونو رالوېدلي او هلته اووه کسان وژل شوي، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي.
په ورته وخت کې د دغه هېواد په ځنیو نورو کلیوالي سیمو کې هم د شدید باران په ترڅ کې اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د سخت باران په پایله کې د برېښنا تارونه هم پرې شوې، چې پکې ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې دغه اورښت د ځاني زیاتونو تر څنګ د پاکستان په مختلفو سیمو کې مالي زیانونه هم اړولي دي.