د جنوبي کوريا د دفاع وزارت وايي، شمالي كوريا له اوږدې مودې وروسته نن دوه لنډ واټن ويشتونكي توغندي ازمويلي دي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپانه كې په دې تړاو ډېر جزيات نه دي وركړل شوي.
وړاندې پيونګيانګ د تېر ميلادي كال د نومبر مياشتې په ۲۸مه نېټه توغندويي ازموينه كړې وه.
دا په داسې حال كې ده، چې د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون د خپل هېواد د پوځيانو د پيل شوو تمرينونو ليدنه وکړه.
ياد تمرينونه د تېرې جمعې په ورځ پيل شول.
بلخوا د امريکا يو لوړپوړي پوځي چارواکي د شمالي کوريا د وسلو د پراختيا خبر ورکړى او زياته کړې يې ده، چې دغه هېواد د اوسني مشر کېم جونګ اون د حکومت په وخت کې ۶۷ توغندويي ازموينې کړې دي.
د شمالي کوريا او امريکا مشرانو د پيونګيانګ د اټومي پروګرام په اړه دوه غونډې كړي، خو دواړه بې پايلې پاى ته رسېدلې دي.