ads

ارزګانيان: د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه به مو کاروبار ښه کړي

د کب میاشتې پر ۱۰ په د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د سیاسي مرستيال ملابرادر ترمنځ د سولې هوکړه لاس ليک شوه، چې تر دې وروستیه به د کب میاشتې پر ۲۰مه نېټه بین الافغاني خبرې پیل شي. د سولې په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 کب 1398
ارزګانيان: د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه به مو کاروبار ښه کړي

د کب میاشتې پر ۱۰ په د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د سیاسي مرستيال ملابرادر ترمنځ د سولې هوکړه لاس ليک شوه، چې تر دې وروستیه به د کب میاشتې پر ۲۰مه نېټه بین الافغاني خبرې پیل شي.
د سولې په برخه کې د دوحي هوکړه په افغانستان کې دايمي سولې ته د رسېدو لومړی ګام دي.
د ارزګان اوسېدونکي وایي، د جګړو پرمهال ګڼې لارې پر بندې شوې او له ګاونډيو ولايتونو سره يې راکړه ورکړه هم کمه شوي وه؛ خو د ياد تړون له لاسليک سره به يې ورځني کارونه وده وکړي.
دوی د خصوصي سکټور د پياوړتيا لپاره له افغان حکومت څخه د پاملرنې غوښتنه کوي.
دلته بیا ترينکوټ ښار ته هغه کسان راغلې، چې څلور کلني جګړي يې د ژوند کولو ټولې هيلې په اوبو لاهو کړې وې.
دوی هم د ياد هوکړه ليک په لاس ليک خوښ ښکاري او زياته وي، چې دا به د افغان سولې په برخه کې لومړی ګام وي.
یاد کسان د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي، چې د سولې په خبرو کې دې له نرمښته کار واخلي او د دايمي سولې لپاره دې هلې ځلې وکړي.
په ورته مهال يو شمېر سرچيني وايي، د ارزګان په مرکز ترینکوټ اود دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې وسله والو طالبانو له نورو عامو خلکو سره یوځای دغه خوښي ولمانځله.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه وړمه ورځ د قطر په پایتخت دوحه کې د لسګونه نورو هېوادونو د استازو په شتون کې لاسلیک شوه، چې یاده هوکړه بین الافغاني خبرو او په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA