د افغانستان د روغتیا وزارت خبر ورکوي، چې په هرات ولایت کې د کورونا ویروس هغه نهه شکمنې پېښې چې تېره ورځ ثبت شوې وې، تر معاینې وروسته منفي ثابتې شوې.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوي، چې په هرات کې د دغه ویروس د نهو مشکوکو پېښو پایلې کابل ته راوړل شوې وې او تر څېړنو وروسته دا ثابته شوه، چې ثبت شوي موارد منفي دي.
د روغتیا د وزیر فېروز الدین فېروز په وینا، تر اوسه په هېواد کې د کورونا ویروس یوه مثبته پېښه ثبت شوې، نهه شکمنې پېښې تر څېړنو وروسته منفي ثابتې شوې او د دې ناورغۍ د مخنیوي په هدف روغتیا وزارت بشپړ چمتوالی لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات په ګډون په غور، فراه او هلمند ولایتونو کې هم د کورونا ویروس د شکمنو پېښو ثبتېدو خبر ورکړل شوی، خو تر اوسه یې پایله نه ده معلومه شوې.