ads

په بادغېس کې پخپلمنځۍ نښته کې درې کسان وژل شوي

د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې پخپلمنځۍ نښته کې د درېیو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دغه ولایت د والي ویاند نجم الدین برهاني کلید ته وویل، پېښه تېره شپه د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده، چې درې کسان پکې وژل شوي دي. هغه د پېښې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 کب 1398

د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې پخپلمنځۍ نښته کې د درېیو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د والي ویاند نجم الدین برهاني کلید ته وویل، پېښه تېره شپه د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده، چې درې کسان پکې وژل شوي دي.
هغه د پېښې علت کورني اختلافونه یاد کړل.
د ده په خبره، دغه سیمه د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده او حکومت پکې واکمني نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په باغېس کې وخت ناوخته د خلکو تر منځ خپلمنځۍ نښتې رامنځته کېږي، چې یو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA