ads

د کورنيو چارو وزارت: افغانستان تر ټولو بې طرف امنيتي ځواکونه لري

د کورنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان امنيتي ځواکونه تر ټولو بې طرف او غير سياسي دي او هېڅ سياسي اقدامات پر دوی منفي اغېزه نه کوي. ملت ته د حساب ورکونې پر درېيمه ورځ د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په ګډون يو شمېر نورې اړوندو ادارو هم له ملت سره خپلې ستونزې او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 کب 1398
د کورنيو چارو وزارت: افغانستان تر ټولو بې طرف امنيتي ځواکونه لري

د کورنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان امنيتي ځواکونه تر ټولو بې طرف او غير سياسي دي او هېڅ سياسي اقدامات پر دوی منفي اغېزه نه کوي.
ملت ته د حساب ورکونې پر درېيمه ورځ د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په ګډون يو شمېر نورې اړوندو ادارو هم له ملت سره خپلې ستونزې او لاسته راوړنې شريکې کړې.
د کورنيو چارو وزارت مرستيالې حسنا جليل په دغه غونډه کې د نظام الدين قيصاري د برخليک په اړه د کليد راډيو د پوښتنې په ځواب کې وويل، د افغانستان پوځ بې طرف دی او داسې سياسي پېښې يې پر روحيه منفي اغېزه نه کوي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيالې د نظام الدين قيصاري د برخليک په اړه څه ونه ويل؛ خو لږ تر لږه يې ومنله، چې ترسره شوي عمليات سياسي بڼه درلوده.
د همدې غونډې په ترڅ کې د کورنيو چارو وزارت، د فاع وزارت او د شهدا او معلولينو وزارت ترمنځ د افغانستان د شهيدانو او معلولينو د ستونزو د حل په هدف يوه درې اړخيزه تفاهم نامه لاسليک شوه. د دفاع وزارت مرستيالې منيرې يوسف زاده په همدې غونډه کې وويل، دمګړۍ له دوی سره ۲۴ زره د شهيدانو وارثين او معلولين ثبت دي، چې له نوې طرحې سره به يې ډېری ستونزې حل شي.
د افغانستان د شهيدانو او معلولينو وزارت وزير لعل الدين اريوبي هم وويل، چې له نوې طرحې سره به د شهيدانو د وارثينو او معلولينو ستونزې حل شي او ډېری چارې به يې د الکترونيکي خدمتونو پر مټ ترسره کېږي.
بل پلو پر همدې ورځ د برېښنا رياست چارواکي هم خپلې ستونزې او لاسته راوړنې له رسنيو سره شريکې کړې او خبر يې ورکړ، چې تر ۲۰۲۱ کاله پورې په افغانستان کې د برېښنا ستونزې حل کېږي.
د برېښنا رياست مشر امان الله غالب په دغه غونډه کې وويل، چې په روان کال کې يې دبرېښنا شرکت د ستونزو ډېره برخه حل کړې او تر راتلونکي کاله پورې به لږ ترلږه د برېښنا د پرچوۍ ستونزه ختمه کړي او په ټول افغانستان کې به شپه او ورځ برېښنايي خدمتونه وړاندې کړي.
دا ملت ته د حساب ورکونې درېيمه ورځ ده، چې د دولتي او حکومتي ادارو چارواکي د خپلو کړنو په اړه خلکو ته حساب ورکوي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA