افغان ځواكونو په بادغيس كې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
له ۲۰۷ ظفر قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د هېواد ملي دفاعي ځواكونو تېره ورځ د هوايي سرتېرو په ملاتړ په بالامرغاب ولسوالۍ كې عمليات ترسره كړي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې د حاجي لالا د ډلې څلور طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.