ads

عبدالله: د ټاکنو اعلان شوې پایلې موږ ته د منلو نه دي، ټول شموله حکومت اعلانوو

د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله بیا وایي، دوی ته د ټاکنو اعلان شوې پایلې د منلو نه دي او دا ډله به ډېر ژر ټول شموله حکومت اعلان کړي. د دې ډلې مشر تېره شپه ناوخته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ثبات او همپالنې ټاکنیزه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 سلواغه 1398
عبدالله: د ټاکنو اعلان شوې پایلې موږ ته د منلو نه دي، ټول شموله حکومت اعلانوو

د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله بیا وایي، دوی ته د ټاکنو اعلان شوې پایلې د منلو نه دي او دا ډله به ډېر ژر ټول شموله حکومت اعلان کړي.
د دې ډلې مشر تېره شپه ناوخته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله د پاکو او بایومټریک رایو پر بنسټ د ټاکنو ګټونکې ده او دوی به ډېر ژر داسې حکومت جوړ کړي، چې ټولو اړخونو ته پکې ونډه ورکړل شوې وي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د ټاکنو کمېسیون د مشکوکو، غیر بایومټریک شوو او له ټاکلي وخت وروسته د اچولو شوو ۳۰۰ زره رایو په اړه د قانون خلاف پرېکړه کړې ده.
هغه د نوي حکومت د تشکیل خبر ورکړ، خو دا یې ونه ویل چې دغه حکومت به څه وخت او چېرته اعلان کړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوږده ځنډ وروسته د سه شنبې په ورځ ناوخته د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې اعلان کړې، چې جمهور رییس غني د ۵۰.۶۴ فیصده رایو په تر لاسه کولو د ترسره شوو ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA