ads

په کابل کې جنايي جرمونه بیا ډېرې شوي

د کابل اوسېدونکي د جنايي مجرمينو پر وړاندې د کورنيو چارو وزارت پوځي عمليات ناکامه بولي او وايي، د جنايي جرمونو کچه يوځل بيا لوړه شوې ده. خو د کورنيو چارو وزارت بيا کليد ته ويلي، چې د جنايي مجرمينو پر وړاندې په چټکۍ سره د دوی عمليات روان دي او تر اوسه يې ۲۰۰ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 سلواغه 1398
په کابل کې جنايي جرمونه بیا ډېرې شوي

د کابل اوسېدونکي د جنايي مجرمينو پر وړاندې د کورنيو چارو وزارت پوځي عمليات ناکامه بولي او وايي، د جنايي جرمونو کچه يوځل بيا لوړه شوې ده.
خو د کورنيو چارو وزارت بيا کليد ته ويلي، چې د جنايي مجرمينو پر وړاندې په چټکۍ سره د دوی عمليات روان دي او تر اوسه يې ۲۰۰ جنایي مجرمین نيولي دي.
مېرمن زرغونه وايي، ټکنده غرمه وه، چې لومړی يې د خپل زوی د ټپي کېدو خبر واورېد؛ خو کله چې روغتون ته ورغله؛ نو سترګې يې د خپل ځوان زوی پر سرو وينو لړلي جسد ولګېدې.
هغه وايي، د زوی له وژل کېدو وروسته يې تراوسه په ژوند کې د خوشحالۍ څرک نه دی لېدلی.
دا يوازې مېرمن زرغونه نه ده، چې ځوان زوی يې د جنايي پېښو په ترڅ کې وژل شوی دی، بلکه وړمه شپه د کابل د شپږمې حوزې په مربوطاتوکې هم ۹ کسان وژل شوي دي.
له تودې جګړې وروسته په جنايي جرمونو کې په ډېره کچه افغانان قرباني شوي دي او تر دې وړاندې هم په کابل کې د ترانسپورټ وزارت د يو کارکوونکي مېرمن او درې زامن یې د تېشې په ګوزارونو وژل شوي وو.
څه موده وړاندې د کورنيو چارو وزارت د سرپرست وزير مسعود اندرابي په مشرۍ د جنايي مجرمينو پر وړاندې عمليات پيل شول؛ خو خلک دغه عمليات نمايشي او بې ګټې يادوي.
د کابل اوسېدونکې شرين توحيدي کليد سره په خبروکې وويل، چې د کورنيو چارو وزارت په مشرۍ د جنايي مجرمينو پر وړاندې عملياتو تر ډېره نمايشي بڼه درلوده او عام وګړي پکې زورول کېدل.
په همدې حال کې د پوهنتون استاد طارق ابراهيمي باور څرګندوي، چې د جنايي جرمونو د ډېروالي يو لامل له جرمي شبکو سره د امنيتي حوزو اړيکې دي.
خو بل پلو د کابل د امنيې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز د کابل د اوسېدونکو دغه ادعاوې ردوي او ټينګار کوي، چې په تېر يو کال کې يې د جرمي شبکو ۲۵ ډلې له منځه وړي دي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيالې وياندې مروې اميني هم کليد ته وويل، د جنايي مجرمينو پر وړاندې اوس هم په چټکۍ سره د دوی عمليات روان دي او په تېر يوه مياشت کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
مېرمن زرغونه هم د جنايي مجرمينو نېول کېدو ته خوشبينه ده؛ خو اندېښمنه ده، چې د خپل زوی د قاتل په څېر يې بېرته خوشې نه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA