د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تخار ولایت ته په خپل سفر کې د یاد ولایت د مدني ټولنې له استازو، ځوانانو، د شهیدانو او معلولینو، قومونو او د رسنیو له استازو سره د دغه ولایت پر امنیتي حالت خبرې وکړې.
ده له هېواد او خلکو څخه د دفاع په برخه کې د تخار ولایت د اوسېدونکو د قربانیو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دغه ولایت کې په کافي اندازه افغان ځواکونه ځای پر ځای دي او دا وړتیا لري چې دښمن له منځه یوسي او اصلاحات رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه، جګړه باید د باعزته سولې د راتلو په پایله کې له منځه ولاړه شي او په ترڅ کې یې افغانان بیا قرباني نه شي.
نوموړي د نظام په ملاتړ د تخار ولایت د خلکو د قربانیو د یادونې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چي ولس د تروریستي او مافیايي ډلو، قاچاقبرانو، زورمندانو او قانون ماتوونکو پر ضد د حکومت د طرحو او اقدامونو ملاتړ کوي.
حمدالله محب د تخار تر څنګ کندز، جوزجان او بلخ ولایتونو ته هم د امنیتي حالت ارزولو په هدف سفرونه وکړل.
هغه د سه شنبې په ورځ په جوزجان ولایت کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې راتلونکی کال به د طالبانو ډېر تمرکز پر شمالي ولایتونو وي، چې په خبره یې حکومت د دې ډلې د بریدونو مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی لري.