راپورونه وایي، په برازیل کې د سېلابونو، طوفان او ځمکې ښویدو له کبله تر اوسه ۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینې په خبره، د رامنځته شوو طبیعي پېښو له کبله لسګونه نور کسان ورک شوي دي.
د لاسته راغلو راپورونو پر بنسټ، په تېرو څو ورځو کې په دغه هېواد کې د اورښتونو اندازه ۱۷۱ میلي متره ته رسېدلې.
راپورنه زیاتوي، چې ۲۰۰ زره کسان د سختو سېلابونو له کبله له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي دي.
د ویلو ده چې په یادو اورښتونو کې پر ځاني زیانونو سربېره، درانه مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي.