د جرمني پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پېښه پرون د راټ ام سي په ښار کې شوې، چې شپږ کسان پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دوی په خبره، برید یو جرمني وګړي د شخصي انګېزې له مخې ترسره کړی دی.
د فرانسې خبري اژانس د پولیسو د یوه ویاند له خولې لیکلي، چې یو مشکوک برید کوونکی نیول شوی او داسې ګمان کېږي چې نور برید کوونکي لا هم ندي نیول شوي.
پولیس وايي، په دې اړه به پوره جزیات وروسته اعلان کړي.
د دغه برید په تړاو نور جزیات نه دي ورکړل شوي او امنیتي چارواکي څرګندوي، چې تر پلټنو وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي.