د کندهار ښار د نهمې ناحیې د حکیم صاحب په اډه کې د یوې دیني مدرسې پر زده کوونکو پر داسې مهال د مدرسې چت رالوېدلی، چې دوی پر درس بوخت وو.
د کندهار د پوهني ریاست ویاند نظر محمد صمیمي وايي، په دې پېښه کې پنځه ښځینه زده کوونکې وژل شوې او اته نارینه زده کوونکي ژوبل شوي دي.
صمیمي وايي، مدرسه خصوصي وه او د پوهنې په ریاست کې نه وه ثبت شوې.
د معلوماتو له مخې، د دې مدرسې چت له لرګیو جوړ و او تېرو بارانونو زیانمن کړی و، چي نن یې د رالوېدو په پېښه کې دا مرګ ژوبله رامنځته شوه.