ads

په لبنان کې د لاریون کوونکو او پولیسو په نښتو کې ۲۲۰ کسان ژوبل شوي

د لبنان د سرې میاشتې ادارې د شنبې په شپه د دغه هېواد په پایتخت بېرت کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې د ۲۲۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. دغه سازمان ویلي، چې ۸۰ ژوبل شوي کسان روغتونونو ته وړل شوي او تر ۱۴۰ د ډېرو نورو کسانو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 مرغومی 1398
په لبنان کې د لاریون کوونکو او پولیسو په نښتو کې ۲۲۰ کسان ژوبل شوي

د لبنان د سرې میاشتې ادارې د شنبې په شپه د دغه هېواد په پایتخت بېرت کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې د ۲۲۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
دغه سازمان ویلي، چې ۸۰ ژوبل شوي کسان روغتونونو ته وړل شوي او تر ۱۴۰ د ډېرو نورو کسانو درملنه هملته شوې ده.
د یاد هېواد لومړي وزیر سعد حریري د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ د رامنځته شوو نښتو په غبرګون کې ویلي، چې په بېروت کې وروستۍ نښتې، لاریونونه او د عامه او دولتي ځایونو سوزول د کورني ثبات د ناامنه کېدو لامل کېږي.
ده پر لاریون کوونکو غږ کړی، چې له نښتو او د عامه ځایونو له سوزولو لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ په نښتو کې یو شمېر امنیتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA