د سعودي عربستان رسنیو راپور ورکړی، چې د یمن حوثي وسله والو د دغه هېواد د حکومت پلوه وسله والو پر نظامي اډو توغندویي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې د حکومت له ملاتړه برخمن ۹۰ حکومت ملاتړي وسله وال ووژل شول او ۱۳۰ نور ټپیان شول.
د سرچینې په خبره، دغه بریدونه د بې پیلوټه الوتکې او توغندیو په مرسته شوي دي.
په یادو هوایي بریدونو کې یو جومات هم په نښه شوی، چې تر ډېره هلته لمونځ کوونکي یمني حکومتي وسله وال وژل شوي دي.
حوثي یاغیان د ایران له ملاتړه برخمن وسله وال دي، چې د یمن د حکومت پر وړاندې جګړه کوي. دوی په سعودي عربستان کې د تېلو پر یوه مهم مرکز د برید مسوولین هم بلل کېږي.