ads

سږکال بیا په هلمند کې پرېمانه کوکنار کرل شوي

څوکاله وړاندي په هغو سیمو کې کوکنار نه کرل کېدل، چې هلته به د امنیتي ځواکونو پوستې وي، خو سږ کال د پوستو تر څنګ هم کوکنار کرل شوي دي. که څه هم په دغه ولایت کې بزګران له امنیتي ځواکونو څخه وېره لري، خو په ډېرو امن او د پولیسو پوستو ته څېرمه نېږدې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 مرغومی 1398
سږکال بیا په هلمند کې پرېمانه کوکنار کرل شوي

څوکاله وړاندي په هغو سیمو کې کوکنار نه کرل کېدل، چې هلته به د امنیتي ځواکونو پوستې وي، خو سږ کال د پوستو تر څنګ هم کوکنار کرل شوي دي.
که څه هم په دغه ولایت کې بزګران له امنیتي ځواکونو څخه وېره لري، خو په ډېرو امن او د پولیسو پوستو ته څېرمه نېږدې سیمو کې پرېمانه کوکنار کرل شوې دې.
د نادعلي ولسوالۍ یو اوسېدونکی حیات خان وايي، د کوکنارو کرل معمولي کار دی او په دې وروستیو کلونو کې يې د عایداتو د ترلاسه کولو په هدف یوښه سرچینه ده.
له جرمونو او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارې (یو این او ډي سي) تازه راپور ښيي، چي د کوکنارو د کښت او تولید کچه په ټول هېواد کې کښته شوې ده، خو په هلمند کې داسې سیمې ډېرې دي چي په یوه وخت کې له کوکنارو څخه څلور فصله حاصل تر لاسه کېږي.

په ورته وخت کې بیا د نادعلي د ولسوالۍ دوه تنه کرونده ګر وايي، د کوکنارو کروندې ډېر اعتبار لري. دوی کلید ته وویل، په کلي کې هټیوال هغه چاته پور او سلم نه ورکوي چي کوکنار يي نه وي کرلي.
سره له دې چې د هلمند ولایت ډېري سیمي د طالبانو په ولکه کي دي، چارواکي وايي د وسله والو تر ولکې لاندې سیمو کي د تریاکو کاروبار پراخه دی.
د هلمند والي وايي، که څه هم د کوکنارو د کروندو د ماتولو لپاره ځانګړي بودجه نه لري، خو د نړیوالو ځواکونو په ملاتړ يې د تریاکو د پروسیس ګڼي فابریکي وراني کړي دي.
باید وویل شې، چې په هلمند کې ترشنو او پخوا ابادو شو مځکو ور وسته، تر ټولو ډیر کوکنار په دښتونو او له مرکز لښکرګاه څخه لېري پرتازه غصب شوو ځمکو کرل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA